1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې ولې لاریونوال په ډزو وژل شوي؟

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د تېرې ورځې په لاریون کې د ډزو پر مهال یو شمېر لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. لاریون په سیمه کې د یوې دولتي ودانۍ جوړولو په مخالفت پیل شوی؛ خو په دې اړه طالبان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4fhc1
د ارشیف انځور: ننګرهار کې لاریون
د ارشیف انځور: ننګرهار کې لاریونانځور: DW/O. Deedar

د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو شمېر کسانو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته، چې د ولسي وګړو یو لاریون په تاوتریخوالي واوښت. د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو  اداره په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګمرک له پاره نوې ودانۍ جوړوي، خو هلته مېشت کوچیان یې د کار مخالفت کوي او نه پرېږدي چې د دوی کورونه ړنګ کړای شي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، تېره ورځ چې کله سیمې ته د طالبانو ادارې د کار له پاره کسان ورغلي، کوچیانو یې د کار مخالفت کړی او له همدې سره اخ و ډب پیل شو، چې وروسته په لاریون بدل شو.

هغه وویل، لاریونوالو یو شمېر طالب سرتیري هم ووهل، خو په عین وخت کې د طالبانو په ډزو یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. تر اوسه د دغې مرګ ژوبلې کره شمېرې رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.

د ارشیف انځور: کابل کې د مېرمنو لاریون
د ارشیف انځور: کابل کې د مېرمنو لاریونانځور: Wakil Kohsar/AFP

د بټي کوټ دې اوسېدونکي وویل:«کله چې هلته د دیوال کار شروع شو، کوچیانو مخالفت وکړ. د کار کسان یې هم وهلي ول. بیا مظاهره شروع شوه. په مظاهره کې هم ځینې طالبان ووهل شول. وروسته په ډزو کې څلور مظاهره چیان ووژل شول. څو کسان ټپیان هم شول. مظاهره تر نیمې شپې روانه وه.»

نوموړي وویل، لاریونوالو د جلال اباد ـ تورخم لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه او په سیمه کې اور هم بل کړای شوی و.

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د تورخم جلال اباد سړک شمالي اړخ ته پرته سیمه دولتي ده او له کلونو راهیسې پرې کوچیان دېره دي، خو کله چې پرې د وخت حکومتونه د ودانۍ جوړولو کار پیل کړي، دغه خلک یي مخالفت کوي او وايي، دوی د ځمکو اسناد لري.

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمیل کوټوال هم فرانسې خبري اژآنس ته ویلي:«طالبان وايي دغه ځمکه دولتي ده، خو خلک وايي اسناد یې لري.»

ویل شوي دي چې پر دغې ځمکې اوس د ننګرهار ګمرک له پاره نوې وداني جوړېږي. موږ هڅه وکړه، په دې رپوټ کې د لاریونوالو نظرونه هم واخلو؛ خو له هڅو سربېره هم پرې ونه توانېدو.

د ارشیف انځور: کابل کې د مېرمنو لاریون
د ارشیف انځور: کابل کې د مېرمنو لاریونانځور: Wakil Kohsar/AFP

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې یوه چارواکي عرفات مهاجر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، کله چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د تورخم جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې خلکو ته د کورونو د تخلیې وویل شول، هغوی مخالفت وکړ او لاریون یې پیل کړ.

دې چارواکي ویلي دي، چې د لاریون پر مهال په ډزو کې یو طالب او یو شمېر لاریونوال وژل شوي، خو طالبان او ځايي اوسېدونکي د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه لري.

له هغه وخت (۲۰۲۱ کال اګست مياشت) راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، په افغانستان کې »ډېر لږ لاریونونونه« کېږي، ځکه طالبان «په سختۍ سره»د لاریونونو مخه نیسي او ډېر کله د لاریونوالو د سرکوبولو رپوټونه هم ورکول کېږي.

څو ورځې مخکې هم په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو اړولو پرسر د طالبانو  او ولسي وګړو تر منځ کړکېچ وروسته ولسي وګړيو لاريون وکړ چې وروسته په تاوتريخوالي بدل او ويل کيږي چې دوه کسان پکښې وژل شوي دي.

ا.د/ن.ز/فرانس پریس

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې