1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رئيسي مړينه؛ آیا د طالبانو پر وړاندې د ایران سیاست بدلیږي؟

رضا شیرمحمدی
۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د یوې څرخي الوتکې د لوید په پایله کې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له مړینې سره د دې هیواد د سیاسي راتلونکې او پر سیمې یې د اغیزې په هکله پوښتنې رامنځ ته شوې. آیا د طالبانو پر وړاندې به د ایران سیاست بدل شي؟

https://p.dw.com/p/4g4rs
Iran | Pressekonferenz der Taliban-Delegation in Teheran
انځور: Fars

تر هغه وخته پورې چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د الوتکې برخلیک لا روښانه نه وو، د طالبانو چارواکو ویلي وو چې وضعیت له «ویرې او هیلې» سره ارزوي. خو همدا چې د رئیسي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر د مړینې خبر تائید شو، نو طالبانو هم سمدستي غبرګون وښود.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخند، د ایران له خلکو سره غمشریکي وښوله او ویې ویل : «موږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دې هیواد له خلکو سره په غم کې شریک یو او د قربانیانو له ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت سره غم شریکي اظهاروو.»

ولې ویره او هیله؟

د افغانستان او سیمې د چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ایران یو له هغو هیوادونو څخه وو چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشتې کې د طالبانو له واک ته رسیدو سره له دې ډلې سره تعامل پیل کړ. سعیدي زیاته کړه چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې هم ایران له طالبانو څخه د نیابتي ځواک په توګه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو پر وړاندې استفاده کوله: «د ښاغلي رئیسي او د هغه د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې یو لایقه کس وو، د سیمې په سیاست کې یو لوی بدلون دی.»

د ایران د اساسي قانون له مخې د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر، د موقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی او د قضایه قوي او پارلمان له مشرانو سره په ګډه به په راتلونکو پنځوسو ورځو کې په ایران کې د نوي ولسمشر انتخاب ته امکانات او شرایط برابر کړي.

ف. رحماني، د افغانستان د پخوانیو کماندو ځواکونو یو چارواکي چې اوس په ایران کې دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: »که ایران په دې موده کې ونه توانیږي چې یو مناسب کس د رئیسي د ځای ناستي په توګه وموندي او داسې کس وي چې د خامنه ای او قدس سپاه له سیاستونو ملاتړ وکړي، نو په طبیعي توګه به له طالبانو د ایران دومداره ملاتړ مختل شي. همدا خبره د دې لامل شوې ده چې دغه ترهګره ډله اندېښمنه شي چې د سیمه ایزو ځواکونو په مرسته یو ځل بیا افغانستان پر خلکو حاکمیت ته رسیدلې ده.»

که څه هم په وروستیو کلونو کې د طالبانو او تهران اړیکې د اوبو او سرحدي مسائیلو پر سر ترینګلې شوې دي، خو دغه پخوانۍ پوځي وايي: «طالبانو تمه لرله چې ایران به یې په رسمیت وپیژني او اوس نو په طبیعي توګه د دې هیواد په سیاست کې بدلون راځي او په کورنیو جنجالونو کې به ښکیلیږي.»

هغه په دې باور دی چې له حکومت څخه د خلکو نارضایتي ښايي د سیاسي او امنیتي کړکیچ د رامنځ ته کیدو لامل شي: «د ایران خلک ورځ تر بلې لا ډیر غریبیږي او پړه د حکومت پر سیاستونو باندې اچوي. موږ وینو چې دلته ډیر خلک د الوتکې د سقوط او پکې د ولسمشر او بهرنیو چارو زویر د وژل کیدو په خاطر جشن او خوشحالي کوي.»

خو د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه ای، بیا په یوه پیام کې ویلي دي چې د «هیواد په کارونو کې به هیڅ ډول خلا رامنځ ته نه شي».

د ایران د وژل شوي بهرنیو چارو وزیر نقش څه وو؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، یو وخت ویلي وو چې «طالبان د افغانستان د ټولنې د واقعیت یوه برخه دي» او د داعش پر ضد یې د طالبانو جګړه ستایلې وه. د تیر میلادي کال په پای کې د هغه دغو څرګندونو غبرګونونه هم راپارولي وو. خو مشکور کابلي، د آلمان په لانګن ښار کې د امام مهدي مسجد امام، په دې باور دی چې عبداللهیان د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې د طالبانو د په رسمیت پیژندل کیدو خلاف دي: «د نورو د برداشت برخلاف، هغه داسې څوک نه وو چې د طالبانو په رسمیت پیژندل یې غوښتل او دغه ډله یې د یوه فرصت په توګه ارزوله.»

کابلي زیاته کړه چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د جګړو او شخړو سیاست د ایران د جمهور رئیس او یا هم بهرنیو چارو وزیر په لاس کې نه وي بلکه «د قدس سپاه او نورو امنیتي بخشونو له خوا اداره او مدیریت کیږي».

د «مقاومت جبهې» د دغه لوړپوړي غړي په خبره د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر وژل کیدل به د طالبانو پر وړاندې د تهران سیاست بدل نه کړي. کابلي په دې باور دی چې طالبانو پر وړاندې د ایران سیاست بدلون «هغو ژمنو پورې تړلی دی چې طالبانو لا تر اوسه پورې پرې عمل نه دی کړی». هغه زیاته کړه: «د سپاه قدس ځانګړی بخش چې په افغانستان کې فعاله دی او له طالبانو سره همکاري کوي په دې نه دی توانیدلی چې په ایران کې د خلکو افکار قانع کړي او د ایران له لویو سیاستونو سره یې سم پرمختګ نه دی کړی. زما په اند د ایران مشران ښايي پریکړه وکړي چې د سیمې د دیپلوماسي چارې، په ځانګړدې توګه د افغانستان په برخه کې، له هغو کسانو واخلي چې په میدان کې ول او په غیرې اصولې، غیرې ستراتیژیک او غیر عملي ډول مخ پر وړاندې تللي دي.»

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

کابلي په خپلو خبرو کې دا روښانه نه کړه چې طالبانو له ایران سره کومي ژمنې کړې دي او د خپلې دې ادعا له پاره چې د ایران د سپاه قدس غړي په افغانستان کې فعالیت کوي یې هم کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

محمد جواد ظریف، د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر، د خپلو خاطراتو په کتاب کې د افغانستان په اړه د خپل هیواد «محاسباتي اشتباهاتو» ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې تهران له طالبانو سره د تعامل په برخه کې هر څه «له سیمې څخه د امریکا اخراج» باندې متمرکز کړي ول او له طالبانو سره د مذاکراتو په جریان کې یې دیپلوماسي د میدان عواملو [د قدس سپاه ځواکونو] ته سپارلې وه. په کتاب کې زیاته شوې: «دغه موضوع په افغانستان کې د ایران د ټولو لاس ته راوړنو د نابودي لامل شوه.»

احمد سعیدي بیا وایي چې ښايي جواد ظریف، ځان د رئیسي د ځای ناستي په توګه نوماند کړي او که دا کار وکړي نو کیدای شي چې د افغانستان په اړه د ایران په سیاست کې بدلون رامنځ ته شي. د سعیدي په خبره د ایران سیاستوال د سپاه قدس له اقداماتو په افغانستان کې راضي نه دي.

په ایران کې د افغان مهاجرو پر وضعیت اغیز

د شمیرو له مخې همدا اوس په ایران کې تر پنځو میلیونو ډیر افغانان ژوند کوي. ایراني چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره یو میلیون نور افغانان هم ایران ته تللي دي. د رئیسي د واکمني پر مهال او تر هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، ایران ډیر شمیر افغانان له خپلې خاورې اخراج کړل.

عباس رضایي میهن، یو افغان فعال دی چې اوس په ایران کې د مهاجر په توګه ژوند کو ي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې افغانان له کلونو راهیسې په ایران کې سخت ژوند تیروي. هغه زیاته کړه: «د ایران وژل شوي ولسمشر په وروستیو وختونو کې ډیرې ژمنې کړې وې چې د افغان مهاجرو ژوند به ښه شي.»

هغه زیاته کړه چې اوس چې نوی حکومت رامنځ ته کیږي ښايي د افغان مهاجرو وضعیت هم ورسره خراب شي. خو د نسرین په نوم یوه بله ایران میشته افغانه مهاجره بیا هیله لري چې نوی حکومت به وضعیت ته ښه بدلون ورکړي: «د ښاغلي رئیسي د واکمنۍ په دوره کې د افغان مهاجرو وضعیت تر پخوا خراب شوی وو. سختګیرانه قوانین وضع شول او آن د مهاجرو نویو زیږیدلو ماشومانو ته وچې شودې نه پلورل کیدې. له نانوايي سړي ډوډۍ نه شوای اخیستلی [...] د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د اخراج خطر هم ډیر شوی وو.»

نسرین چې په افغانستان کې مدني فعالیت هم کوي وایي چې په وروستیو وختونو کې ورته د طالبانو پر ضد مظاهرو او تجمعاتو اجازه نه ورکول کیده: «سفارتونه او قنسلګرۍ هم طالبانو ته سپارلې شوي او د دې ډلې استازي ایران ته رسمي تګ راتګ کوي.»