1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بايدن: امريکايي بمونو فلسطينيان وژلي دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

جو بایدن پر دې حقیقت خواشيني څرګنده کړې ده چې د امريکا له خوا د ورکړل شويو بمونو په بريدونو کې ملکيان وژل شوي دي. واشنګټن اسرائيل ته د بمونو ليږد د دې انديښنې له کبله درولی دی چې کيدای شي په رفح کې وکارول شي.

https://p.dw.com/p/4ff8u
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډن
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډنانځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، منلې ده چې د دغه هيواد له خوا اسرائيل ته ورکړل شويو بمونو ملکي فلسطينيان وژلي دي.

بایدن د چهارشنبې په ورځ له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې وويل: «په غزه کې ملکي وګړي د دغو بمونو په پايله او نورو هغو لارو چارو په ترڅ کې وژل شوي دي چې دوی يې په ګڼ میشتو مرکزونو کې د تعقيب په موخه خپلوي.»

بايدن وويل چې متحده ایالات اوس هم د اسرائيل دفاع ته ژمن دي او دغه هيواد ته به د « Iron Dome» يا وسپنیزې ګنبدې په نوم د لنډ واټن توغنديو خنثی کوونکي ورکړي.

خو که اسرائيل رفح ته داخل شي، امريکا به ورته يوه پوله وټاکي: «موږ به هغه وسلې او د توپخانې مهمات چې کارول شوي دي، انتقال نه کړو.»

امريکا په تکراري بڼه ويلي دي چې اسرائيل د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل تهاجمي عمليات باید مخته يو نه سي.

د روانې اونۍ په پېل کې د اسرائيل مشرتابه په رفح کې د پوځي عملياتو اجازه ورکړې وه چېرې چې تر ۱،۲میليونو ډېرو فلسطينيانو پناه اخيستې ده.

د اسرائيل پوځ تر هغه وروسته د دغه ښار په ختیځ کې د حماس پر هدفونو بريدونو پېل کړي دي چې د ښار د دغه برخې په زرونو اوسيدونکو ته یې له سيمې د وتلو لارښوونه کړې وه.

د اسرائيل غبرګون

په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل سفير ګيلاد ايردن، ويلي دي چې اسرائيل ته د بایدن دا ګواښ چې که چېرې رفح ښار ته داخل شي نو د ځينو وسلو انتقال به وردوي، «ډېر مايوسه کوونکی» دی.

نوموړي د اسرائيل له دولتي شبکې کان راډيو سره په مرکه کې د بایدن خبرداري ته د اسرائيل د لومړي غبرګون په توګه وويل: «دا يوه ستونزمنه او ډېره مایوسه کوونکې خبره ده چې سړی یې د يوه داسې ولسمشر له خولې اوري چې د جګړې له پېل راهېسې یې موږ منندوی يو.»

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه:

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب