1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: په افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د ګډو ګټو خپلواکو هيوادونو په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی. پوتين له افغانستانه د ګواښونو په اړه د تاجيکستان له دریځه ملاتړ کړی.

https://p.dw.com/p/4XVou
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوټین
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوټینانځور: Vladimir Smirnov/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ویلي دي چې له افغانستانه خورا ډېر ګواښونو شته، چې په دې برخه کې د تاجيکستان له اندېښنو ملاتړ کوي.

د تاجيکستان ولسمشر په تېره سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه په سیمه کې د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او نشه يي توکو قاچاق ګواښونو مخ پر ډېرېدو دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهېسې طالبان او مسکو د نسبتا ښو اړیکو پاللو په حال کې دي، خو تاجيکستان تل د اندېښنو خبره کوي.

د افغانستان له پاره د روسيي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د طالبانو حکومت به ترهغې په رسمیت ونه پيژندل شي ترڅو یې چې د نړېوالې ټولنې شرطونه نه وي منلي.